افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اللو
بېګاه ماشوم شوم اللو مــــې غــــوښته
خوب د ابۍ د لاس زانــــــګو مې غوښته
د دار کړۍ ته به سر څنــګه نــــــــه ځي
له مغلي وخته پښتو مــــې غـــــــوښته
جنۍ په خداى (ج) باندې يقين دې وشه
زړه کې دعا درته لېمو مې غـــــوښــــته
دا ستا په زړه کې خپــــل زړګى لــــټوي
دا اجازه درنه بڼــــــــو مــــې غـــــوښته
چې بيا مې ځوانې کړي جذبـې د جنون
يوه سندره له بنګړو مې غــــــــوښــــته
دغه اورنګ وخت ته خوشــاله بېـــــــګاه
چغه دا ستا له هديرو مــــــې غـــوښته
ازمونه ستا سوړ اســــــويلـــي ته د زړه
سوې لنډۍ له نيمو شپو مــــې غوښته