د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښا غلي فضل سبحان عابد شعرونه

غزل

د جانان د غم نه اخوا نور ژوند هم اسان خو نه دے

دا به کوم کوم پوره کيږي زمونږ يو ارمان خو نه دے

 

پسرليه خفه نه شې خو زړګے پرې څنګ ټکور کړم

ستا ګلاب منم ښائسته دے د جانان په شان خو نه دے

 

د دې ښار کوڅې دې تاته اومبارک شي د زړۀ سره

زۀ به ځم په خپله مخه کلے ؤران خو نۀ دے

 

کۀ په دې کښې يې را نۀ کړې په هغې کښې به دې غواړم

زما مينه لېونۍ ده څۀ دا يو جهان خو نه دے

 

زۀ دې اوس هم لېونے يم چې زړۀ ښکته پورته نه کړې

د ښائست نه دې لوګے شم لا دې تېر دوران خو نه دے

 

تش په مينه به سينګار يې د سرو سپينو طمه مه کړه

ستا عابد خو بس شاعر دے څۀ د کلي خان خو نه دے

د شاعر نور شعرونه ←