افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
موږلېوني يو تقدير نه لرو، ازل نه لرو
داسې سفر کې يو چې، مل او هم منزل نه لرو
رانه ښکاره شي، مينه زړه کې پټ ساتلى نه شو
مونږ ساده خلک يو،مونږ وېره له اجل نه لرو
موږه وربل خوښوو ،سترګو کې کجل خوښوو
شوق دتوني او بېګوتي او د ريمل نه لرو
موږه( ملاله) غواړو ،موږ يو په( ناهيد ) عاشقان
عشق د(پريتي) او د(ممتا) او د (کاجل) نه لرو
دا ښکلي هسې بد ګومانه دي پر موږه باندې!
مونږ دښاريانو غوندې زړونو کې چل ول نه لرو
منم ديوان او کتابچې مو له شعرو ډکې دي
خو چې يې تاته کړو ډالۍ داسې غزل نه لرو
مونږ چې په خوله څنګه يو زړونو کې هم هاغسې يو
تفاوت مينځ کې دوېنا او دعمل نه لرو
موږ يې دوينو مجنونان يو دشيدو يې دي نور
((حقياره)) مونږ ورته ماڼۍد تاج محل نه لرو