د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلۍ ځلا دولتزۍ لنډه شعرونه

غزل

توره شپه وه لاټين بل و،زه هم ناست وم نــــــاقراره
ستاخيالونه راسره و،ژړېــــــــدمــــــــــه تـــرسهاره


توره شپه وه،خـــــــامـــــــوشـــي هر خوا خوره وه
دردپه زړه و،غـــــم پــــــــه زړه و ومه هر څه بېزاره


د غم شــــــــــپه وه اوږدېدله،له خپل ځانه وېرېدمه
ستا تصوير تــه مې کتلې،زړه سلګۍ وهل بې واره


چې تصوير دې ښکلومه،زړه زما لږشانې ښه شي
ستا تصويـــــــر لکه کعبه شي ترې تواف کومه ياره


نادان زړه مې نــــاقـرار دى ستا ليدل راځنې غواړي
اى زما د زړه درمـــــــانـــه!يو ځل راشه په دې لاره


د(ځلا)زړګى خو خدايه د بنــګړو په شانې مات شو
دا ټوټې،ټوټې زړګى يــــــې اوس وهي د وينو داره

د شاعر نور شعرونه ←