د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بشير احمد ګواښ شعرونه

که ته راشي

خوشبويه به شي ټولې فضاګانې که ته راشې
خورې به شي هر خواته رڼاګانې که ته راشې

هغې هميش پوره غوښتم هغې يوازي نه!
پوره به شي د مور مې دعاګانې که ته راشې

غمونو،انديښنو او داسې نورو مې زړه وخوړ
شي ورکې به دا ټولي بلاګانې که ته راشې

يو ختم د قران کوم ملا، چڼي راغواړم
او خورمه پرې ښې ډيرې حلواګانې که ته راشې

دا سترګې خو مې ستا د ديدن مم پسې ژړيږي
خاموشي به شي دواړه ماشومانې که ته راشې

د شاعر نور شعرونه ←