د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي بشير احمد ګواښ شعرونه

غاړه راکوي

يو څوک په خوب کې راشي راته غاړه راکوي
تحفه کې راله زړه او مينه دواړه راکوي


ترې غواړم به باران شېبې دوصل ښکلى يار
قبول به زما سوال شي خداى به واړه راکوي

له سر نه تر پښو پورې سرود شمه سرور شم
چې خوله راته جانان دسيند په غاړه راکوي


اشنا رانه زړه اخلي خو پريږدي راته غمونه
بدل کې دابادې راله شاړه راکوي


منمه نابلد يم دسپوږمۍ سره ملگرو
خو ښکلى مخ ديار يې راله ژباړه راکوي

د شاعر نور شعرونه ←