د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي خاطره اسحاقزۍ شعرونه

وعدې

چې مو وه كړي قسمونه ستا په ياد دي که نه؟
هغه وعدې هغه لوظونه ستا په ياد دي که نه ؟
موږ به اوبه كړل تږي زړونه په ديدن د يو بل
ها مازيګرها ارمانونه ستا په ياد دي که نه؟
د پاكې مينې د اغاز او انجام ښكلې كيسې
اې! ښكلي ښكلي اميدونه ستا په ياد دي که نه؟
چې دې راياد کړم بل مې اورد زړه په سرشي ياره
ښې خاطرې او ښه يادونه ستا په ياد دي که نه؟
خاطره ليكي د زړګي له ډېره درده غزل
د محبت عبادتونه ستا په ياد دي که نه؟

د شاعر نور شعرونه ←