د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

غزل

په وروسته چې نه ګوري د پرون سره جوړ نه دي
دا خلک د بې ځايه زړه چاودون سره جوړ نه دي

خوراک شي د لېوانو قافلې بې له څاروانه
رمې بې لارې کېږي چې د شپون سره جوړ نه دي

ګناه کې د بادارو څوکيدار دی چا تړلی
شوګير وهلې سترګې د شبخون سره جوړ نه دي

ناجوړه يې دي زړونه او ناسازه يې فکرونه
هغه چې د هيواد ملي تړون سره جوړ نه دي

لاهم څو غولېدلي د پردو ساز ته نڅيږي
په شپو مين رهزن د سباوون سره جوړ نه دي

هغه قلم دې مات شي او هغه ژبه دې پرې شي
چې وايی هزاره ، ازبک، پښتون سره جوړ نه دي

عامره ددې خلکو عقيده بدلول غواړي
خيام په تيږو ولي او مجنون سره جوړ نه دي

۲۰۰۵، جنوري ۲۶
پېښور
د شاعر نور شعرونه ←