د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

زيړى مازيګرى دى

ياران  مې  ترۍ  تم  دي  او  زيړى  مازيګرى  دى
غمونه  مي  لږ  کم  دي  او  زيړى  مازيګرى  دى


اى ښکلې پرديسي ده  نور مې دوه لاسونه تش دى
ستا زلفې  پيچ او خم  دي او زيړى  مازيګرى  دى


دې  ښا ر کې  دا څو  کسه  لږ  د  نورو  نه  بدل  دي
د  مينې  په  تور  ګرم  دي  او زيړى  مازيګرى دى


يو  د ا سې  تما  شه  ده  لو پټې  لو  پټې  ښکا ر ي
ګلو نه  د  شړ شم  د ي  ا و  زيړ ى  ما زيګر ى  دى

ز ر ينې  پلو  شې  پا  س  له  ا سما نه  را و ر يږ  ي
يا د ونه  د  صنم  د ي  ا و  زيړى  ما زيګر ى  د ى


د  دور  د حالاتو  عکا سي  څه  په  دې  رنګ  ده
زمونږ  زړونه  قلم  دي  او  زيړى  ما زيګرى دى

د شاعر نور شعرونه ←