د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

غزل

که بدلون راوستل غواړئ څو سرونه به پکار وي
دوخت ستر ګو کې کتو ته نظرونه به پکار وي
دا غمى اولس دې ولې د غفلت په خوب ويده وي
لږ منبر ته ورتلل غواړي آذانونه به پکار وي
څو د غره او د ښار منځ کې نفرتونه ترۍ تم شي
راشه درشه به پکاروي تماسونه به پکار وي
دا مرغۍ له قفسونو نه بهر راويستل غواړي
دښار پيغلو ته په ښار کې ګودرونه به پکار وي
چې زهنونه مو ټکور کړي چې جنګونه رانه هير کړي
د مارغانو د چرچڼو اوازونه به پکار وي
داهم هغه دهشت ګرددى چې تخريب د مينې غواړي
درقيب په سر د کاڼو ګوذارونه به پکار وي
نجيب خانه ! منزل داسې په آسانه موندى نه شي
دسرکو شونډو تکل کې سره جامونه به پکاروي

                                         24  اکتوبر 2008 
                                       پېښور

د شاعر نور شعرونه ←