د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

غزل

چې خوږ شو در نزدې شو  نو جانان ويل پکار دي
دې ځينو ځينوخلکو ته اسمان ويل پکاردي


چې قدر د مين د مړاوو مړاوو اوښکو نه کړي
دازړه نه دى ، دې زړه ته قبرستان ويل پکاردي


جامې يې دبارودوپه تن کړي مرګ له درومي
دې ځوان ته چې مرګ پلوري يو ناځوان ويل پکاردي


په تکه سپينه ورځ کې د جانان ديدن پکاردى
په تکه توره شپه کې ياقربان ويل پکار دي


دربان سره يې غبرګ په دروازه تړلي سپي دي
دوخت دغه ټول واک ته خو سګ بان ويل پکاردي

دچا په لاره نه ځي اودچا نه کرکه نه کړي
عامر ته ددې دور لوى انسان ويل پکاردي

پېښور
٢٠٠٨   جنوري ٢

د شاعر نور شعرونه ←