د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

غزل

که اننګي دې کلۍ وګڼم ګلاب وګڼم
خامخا ژوند به ستا په مينه کې غرقاب وګڼم
چې پاڼه پاڼه يې ښکلاده، خوچانه ده لوستې
دګلولښتې ! ځان به داسې يو کتاب وګڼم
هغه وخت نه دى چې په شازه بيرته وګرځمه
نووايه؟ اوس څنګه ستا مينه يو سراب وګڼم
که خداى ډارن زړګى راکړى نو خفه پرې نه يم
داددنياخلک به ځان له يو عذاب وګڼم
داستا دپاره خپل غرور اخلم له ډاګې ولم
چې مانه ښکته وي هغه به هم جناب وګڼم
ته که قدم راباندې ږدې د پلونو خاوره دې يم
که اجازه وي ځان به خاورې تا به آب وګڼم
يوه نشه چې مې خوږه خوږه په ژوند خوره شوه
بوسه دشونډو دې ګبين او که شراب وګڼم
تادښايست دپلوشورنګونه ټول خواره کړل
عامره تا به د سندرويو کتاب وګڼم
٢٠٠٤ مارچ ٢٨
ګلبرګ - پېښور صدر

د شاعر نور شعرونه ←