د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي دنجيب عامر شعرونه

غزل

دهيلواباسين يې په غورځنګ دى که يې ګورې
ولاړدرته کوڅه کې يو ملنګ دى که يې ګورې
يوڅوک لکه موسى خبر دطورله کرشمودى
دوخت دهرفرعون سره په جنګ دى که يې ګورې
شغادسپينوتوروله ازله دلته برېښي
هم دلته شرمېدلى هراورنګ دى که يې ګورې
خبره که دجنګ وي جنګيالى هريوافغان دى
په سرداننګويې سورکى رنګ دى که يې ګورې
دادښته به داوښکوپه باران اوبه کومه
کرلى مې په زړه فصل دننګ دى که يې ګورې
يوداسې لېونى دى عين ترداره درسره ځي
پرېکړى سر ولاړداستاپه ننګ دى که يې ګورې
دروايې خله ځونډى يې کړه سينې ته دې نزدې کړه
عامر له رنګه توردى خولونګ دى که يې ګورې

د شاعر نور شعرونه ←