د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد شاه سقيم شعرونه

ازاد شعر

يه داسمان دبري څنډې ستوريه!
 يه د ښايست او دښکلا ملکې !
 يه دمينو دجانان هيندارې !
 يه دلار ورکو دمنزل رهنما !
 تا خو به هر وخت داسمان لمن کې
 خپلې ليلا ته ستر ګکونه وهل
 تا به له تورو زلفو لاندې ورته
 په سپين تندي باندې خالونه وهل
 مين به هم دشومه دم په وخت کې
 ستا په طرف سترګې در واړولې
 ستا په تندي کې به يې وليد جانان
 چې يې په دښته کډې واړولې
 په ورکو لارو سرګردانه کاروان
 ته به هم تا د منزل څرک لګاوو
 په نيمه شپه کې به هم تا زاهد ته
 د فرښتو داذان غږ رساوو
 يه داسمان دبري څنډې ستوريه !
 يه د ښايست او دښکلا ملکې!
 يه دمينو دجانان هيندارې!
 يه دلار ورکو دمنزل رهنما !
 دا کوم ظالم درته په مخ باندې نن
 دايرو ډکه لپه وپاشله ؟
 دچا دهيلو قافله پر نيمه
 لاره کې چا د منزل ولوټله؟ 

د شاعر نور شعرونه ←