د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد شاه سقيم شعرونه

غز ل

ډېره مې مه راځه تر خيا له مسا فر يم ګــــرا نې
 په وينو رنګ، د جنګ د کلي مازديګر يم ګـــــرانې 


 چې يې بلاوې هره شپه وېروي تا ندې پېغلې
 زه بدقسمته دهغه کلي ګودر يم ګــــــــــــرانې 


 يوبت مې خوښ دی او له نوروڅخه کرکه کوم
 پو هېږم نه چې ابراهيم يم که آذر يم ګـــــرانې 


 بېله خبره ده چې روح راته سپا رلی بولــــې
 زه دې دسرو نا زکو شونډو قلندر يم ګــــرانې 


 لکه لسمه د محرم دلته مې خلک لما نځي
 پوهېږم تا ته به لومړۍ ورځ د اختر يم ګرانې 


 که دې سقيم شونډان په برخه کې را ورسېږي
 بيا په کيسه کې د جنت نه د کو ثر يم ګرا نې

د شاعر نور شعرونه ←