افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
پرې را دلېونتوب چې شي څپه سوکه سوکه
په مينه را نيږدې کړه لږ سينه سوکه سوکه
دشپې چې مي په ناز د خيال په وره کې را ښکاره شې
بس وايم چې راځي د قدر شپه سوکه سوکه
سجدې يې لګولې قدمونو ته نظر مې
خبر نه يم چې کوم لوري ته تله سوکه سوکه
باور وکړه چې هغه وخت مې بيا هيلې ژوندۍشي
چې ټينګه په غاښو کړې شونډه سره سوکه سوکه
ټکان مي زړه ته ورکړي زلزله مي په خيال راشي
چې وه يې دويصال کړم اراده سوکه سوکه
هغه وخت به بيا ژاړې د"سقيم"يوه ديدن ته
چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه