د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي قاضي احسان الله شعرونه

غزل

لکه د چرسو چلم ورېـــځــــــې پـــه خپل سر جوړوم

یو ړنـــــګ قـــــامـــــت د اسویلو لکه نښتر جوړوم

 

دې وچکالۍ کې زمو تږې مرغۍ رېـــــــزنــه کوي

سنا اننګونه به جانانه لوی سپـــین عــــــــر جوړوم

 

د غزل توري مې رنګین رنګیــــن له ستورو راوړل

دوخت مغلو ته له هــــــر کـــــــلی خیــــــــبر جوړوم

 

د لویو شپو تیاروته مه ګږره ایلبــــــــند ته که ځي

دزنې خال به ورته بــــــیا پــــــــه روڼ سحر جوړوم

 

منګې به ښکل کړم چي د ښکلو په لاسو لګېږي

دغره هوسیو ته په ګاڼــــــو کې ګــــــــودر جوړوم

 

راځه چې بیا سره یوځــــــای شـــــــو د کابل پرلاره

د سترګو اوښکو تــــــــه دې ګرانه ماهیپر جوړوم

د شاعر نور شعرونه ←