افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نښترې مو په زړه کې د سېتار خــــــــبرې غواړي
کوترې پورې غره کې د چنـــــــــــار خبرې غواړي
دوچو ویالو کلي کې د شــــــنو مرغانو ویر دی
وزرې په چینو کې د ابــــــشار خـــــــبرې غواړي
څېړیو کډې بار کړې له دې ښاره څخــه درومي
ګور ګورې اوس له موږ د بل ښار خبرې غواړي
میوند مو چې میوند ته ملالې ټپه نــــــــه وړي
بس زغرې د ننګونو د سینګار خبرې غـــــواړي
هوس به یې د قاف د غره د وینزو ښکــــلول وي
ککرې دبریو پء دې لار خــــــــــبرې غـــــــواړي