افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
داچې توبې مې دوخــــــــتو پـــــــــــر اوږو بار پاتې دي
د ګناهونو قافـــــــــــلې مــــــــې لا پــــــــــر لار پاتې دي
څنګه به ورسي منــــــزل تــــــــــــه مـــــې د هیلو لښکر
قاتل با ڼــــــــه دې ورتـــــــه نا ست کتار کتار پاتې دي
وخته لږتم شه د ژوندون شېـــــــبې دې لــــــو لپه کړې
لامې پورونه دوعــــــــدو پــــــــــه ښکلي یار پاتې دي
بارانه ګوره زړه نا زړه چې قـــــــدمـــــــونـــــــه اخــــــلې
پر دي وطن کې مزدوران دي نن وزګار پـــــــــاتې دي
د زړه له پاڼو مې اوس ټـــــــولـــــــــــو تــورو کډه کړې
ښایسته سپیڅلي ترې څلور توري په شمار پاتې دي