د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي پوهنیار ظفر اهتمام شعرونه

مور ورکی ځلمی !

لــه مــا نــه مــور ورکــه ده
مــا نــه هـــم کــور او خـــپــل دود
زه لا کـــوچــنـی وم
چی سـیلــــۍ د جګړې
د بوړبکۍ پـــه ولـــو
د کــاف تــر غــره کــړمــه تپر ؛
میــنه جوهــر ده انــسانـی ژونــدون ته
زه وم محروم د خپلی مور له مینې !؟!
اوس څکی نه شــــمه د آمن خــواږه ...
مــرچ دي راتـه !
زه مــی مـور نـه پیـژنــم ،
له مــا نه مور ورکه ده .

د شاعر نور شعرونه ←