د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خسرو سنګروال شعرونه

غزل

وینو باندې  سور لکه  الوان  و،  خو چې څه مې کـــــــــــه
ما سره په زړه کې یو ارمان  و، خو چې څه مــــــــــې کـــــــه 
ما ورته  دمینې  ګلستان  نـــــــــــه څــــــــو ګــــــــــلان راوړل
دلته  مې په تمه خوږ  جانان  و، خو چې څــــــــــــــه مې  که
زما په نړېدلي  تصور کـــــــــې مــــــــــــاڼــــــــــۍ  جـــــــوړه وه
دومره مې یادونو کې ودان  و، خو چـــــــــــــــې څه مې  که
ماته  د تاریخ  د کــــــــــــارنــــــــــــامـــــــــــو لاروي  وویـــــــل
ما سره په لاره  یو افغان و، خو چې څــــــــه مـــــــــــې کــــــه
دلته د سودا په دې  کوچني بازار کې  ورک شـــــــــولــــو
زما همت  خو لوی  لکه  اسمان و، خو چـــــې څه مې  که
ما محبت  وینو او پــــــــښتــــــــو بـــــــــانــــــــــــدې  پاللی  و
دومره  ډېر ارزان و، دومره ګران و، خو چې څه مې  که
پاتې قافلو نه ویـــــــــــده  شـــــــــوی  پښتون  اوس وایي
دلته قافله، دلتــــــــه کـــــــــــاروان، و خو چې څه مې  که
د شاعر نور شعرونه ←