د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

چاسره مينه کې شته چاسره کيــــــنه کې شـــــــــته دى
غم خو دهر سړي دژوند په تــــــــــــرانـــــه کې شته دى

 
دومره غريب خــــــــونـــــــه يم دومره خو ملنګ نه يمه
دپرهر پـــــــــانــــــــګه مې دزړه په خزانه کې شته دى

 
مـــــــــــاسره نورڅه دي داسر که دې پکار وي واخله
اويو له غوښې نه جوړ زړه مې په سينه کې شته دى

 
زه ديـــــــو چـــــاپه سترګو دې نړۍ کې ژوند کومه
دچاتصوير زمـــــــــا دخيــــــال په آينه کې شته دى

 
که دجادو دزېږېدو تاريخ پــــــــــکاروي دچـــــــــا
دتورو سترګو په لرغونې زمانه کې شـــــــته دى
 
شمشتو . پېښور پښتونخوا: ٢٠٠٦ ز
د شاعر نور شعرونه ←