د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

مينه درواخـــــــــــله اوکــــــــوه يې ددنيا په مخ کې
بې تـــــــــــــورې مه شې ګرانه دتورې بلاپه مخ کې

 
د درد اظهار مې دزګېــــــــــــــروي پر ژبه وکړمه او
کنــــــه په چيـــــــغو، چيغو وژاړمه ستا په مخ کې

 
جانانه مخ دې راته ښکاري چې سر نه ګـــــــــرځوم
دتکو،تکو سپينو تورو دبرېښنا په مــــــــــخ کې

 
له دغې دوه  و نه په زړه کـــــــې توپـــــانونه زيږي
مسکا دشونډو په سربانــدې اوښکلاپه مخ کې

 
زما له زړه نـــــــــه يـــــــې سکروټه هله جوړه کړله
چې دځوانۍ لمبـــــه يې کله شوه پيدا په مخ کې

 
باڼه يې پورته کړل اوشونډه يې پرغاښ کړه راته
وايــــــــي چې داسې راته مه ګوره دچاپه مخ  کې
 
پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز
د شاعر نور شعرونه ←