د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

چې دغرور له کلي تللى راته ډېــــــــــر ګـــران دى
هغه زما دطبعې ښکلى راته ډېـــــــــر ګـــران دى

 
زه خويې بولم دفطرت دښکلاګــــــانــــو ټولګه
دښار شاعر يمه اوکلى راتـــــــــه ډېــــر ګران دى

 
هاغه چې شا شاته راګوري پښه نيولى غوندې
هاغه چې خاندي غلى ، غلى راته دېر ګران دى

 
زما په زړه کې خو اوسېږي که راځــــــي اوکنه
يوڅوک له دې کلي نه تللى راته ډېر ګــران دى

 
زما ( الهام ) زما ( الهام ) زما ( الهام ) يادوم
زما جانان زما ښاغلى راته ډېــــــــــر ګران دى

شمشتو . پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز
د شاعر نور شعرونه ←