افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زړه ځلمى شولو ځواني پکې پيدا شــــــوه
مينه ورغله مستي پکې پـــــــــيدا شــــــوه
مينه ورغله مستي پکې پـــــــــيدا شــــــوه
يو بدرنګ غوندې ژوندون مې تېـــــرولو
يوه ښکلې زندګي پکې پــــــــــيداشــــــوه
يوه ښکلې زندګي پکې پــــــــــيداشــــــوه
اخ ! مسکا يې وکړه ګــــــــل وغـــــوړېدلو
هلئ ! نښـــــــه دسپـــــرلي پکې پيدا شوه
هلئ ! نښـــــــه دسپـــــرلي پکې پيدا شوه
دخپل ژوند هغه داستان چې مې لوستلو
يوڅوپاڼې ملــــنګي پـــــــکې پــــيدا شوه
يوڅوپاڼې ملــــنګي پـــــــکې پــــيدا شوه
يوه ورکـــــــــه مـــــــــې پــــه زړه کې لټو له
يوه ورکه دزړګي پکې پـــــــــــــيدا شــــــوه
شمشتو پېښور پښتونخوا: ٢٠٠٦ ز