د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

غزل

تورې ، تورې شپې دنيا کې نور څـــــــه دي؟
دغې هديرې دنيا کې نــــــــــور څـــــــــه دي؟

يو ته يې جانانه اوبـــــــــــــل يـــــــــــوزړګى
ماسره په دې دنيا کې نــــــــــور څــــــه دي؟

ژوندپه کې کومه بې مـــــانــا ژونــــــدون
بس په دغه مړې دنيا کې نور څــــــــه دي؟

پرته له جانانه پکې بـــــــل څــــــــوک دى
غير له ميکدې دنيا کې نور څــــــــه دي؟

اوښکو تل ګرېوان راته ويـــــــنځلى دى
سترګې دي لمدې دنيا کې نور څه دي؟

دادنيا مو وليد لــــــــه تېـــــــره شـــــــوه
صبر چې هغې دنيا کې نور څــــــه دي؟
 

 

مړکـــــړه ( الهام ) وسېزه پتنګ يې کړه
بلې کــــــــړه لمبې دنيا کې نور څه دي؟
 
شمشتو. پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز
د شاعر نور شعرونه ←