افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زه نوڅه وکړمه خدايه
سـتا دتورو سترګو ځــاروم
دهـــر چـــا دغــاړ ې هـار وم
دهـــر چـــا دغــاړ ې هـار وم
زه دټـــولو خلـکو خــوښ وم
زه دټـــولــو خـــلکـو يــار وم
زه دټـــولــو خـــلکـو يــار وم
هـــــر ســــړى پـــه مــــامين و
دهــــر چـــادزړه کـــــــرار وم
ځـــکه زه د قـــــــدر وړ وم
زه نـــوښت زه ابـــتــکــار وم
تــل مـوسـکا وه زمــا مـخ ته
چـــې روان بـــه زه پــر لار وم
هــر چــاهــر وخــتې غـوښتلم
زه د هـــر ســــړي پـــــکــار وم