افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ته او سندرې
دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرې
دا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې
چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې
په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې
رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه
تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې
دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړ
په شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې
کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایه
دا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې
یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا ستا پر بارخوګانو
دا ځکه دباران او پاڼو ښکلې دي سندرې
زما د زړه له شاړې هم خوږې نغمې ټوکیږي
بېګاه دې سترګوبیا پرې ورولې دي سندرې
نالوستي تخییل مې پرې ایمان د مستۍ راوړ
د شونډوله کتابه دې راغلې دي سندرې
د کلي چټې پېغلې له منګیو سره ناڅي
لېوال دغره چینې ته نن و یلې دي سندرې
۲۰ وری ۱۳۸۸
ماسکو