د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي نورشاه نوراني شعرونه

غزل

مــــــــــــــاله وېــــــــــرې په ټټر لاسونـــــه ايښي
نــــــــــــــظر بازې په خنجر لاسونـــــــــــه ايښي


د باڼو نيزې يې تاو زما په لـــــــــور کـــــــــــړې
څه مې زړه څـــه په ځيګر لاسونـــــــــــه ايښي


زړه مې پښو ته رالويدلى هــــــــــوس نه کړي
چـــــــــــې زاغانو په ګودر لاســــــــــونه ايښي


څه د شنه سپرلي په غــــــــــېږ کـې رادوړيږي
چــــــــــا پــــــــــــــه ګل دپيغمبر لاسـونه ايښي


کـــــــــه ولــــــــي نه يې خالي نه يـې ( رحمانه)
مــــــا د ستا په   مينجور لاســــــــــــونه ايښي


تـــــــــــــــه که فخر پر ټوپک او پرخنجر کړې
مـــــــا په تور او سپين محشر لاسونه ايښي


خـــــــــــدايه خير کړې بيا د ښکلو څپه راغله
نوراني دزړه په ســــــــــر لاسونـــــــــــــــه ايښي
۱۳۷۸/۵/۸  پيښور درحمان بابا دزيارت تر څنګ

د شاعر نور شعرونه ←