د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اسلام ارماني شعرونه

دا کاڼي دا کوڅې 

دا چې راوريږي تل زما پــــــــه ســـــــــــر 
دا کاڼي دې رانۀ شي د چـــــــــاپــــــه سر 
 
قتل د تيرو ئې کړو ثابـــــــــت پــــــــه ما 
بيا ئي مې مقتل ته د رڼـــــــــا پـــــــه سر 
 
شکر چې د مينې دې مجرم کـــــــــړمـــه 
زه خو له سر تير يمــــــه د تــــــا پــــه سر 
 
کرښې په تندي ئې ګونجې ګونجې دي 
چا ورته څـــــه وئېــــــــلي دي زما په سر 
 
چا چې خپل ضمــــــير غـــلام د بل کړلو 
لويږي به ملګرو خــامخــــــــا پــــــه سـر 
 
نه شم شپې ته ورځ وئېـــــلی نـــــــه شمه 
پرې کۀ مې کړي ژبه څوک رسا پـــه سر 
 
وايه چې څه وائې خپـــــل اختيار دې دې 
تاسره به څوک رسوي دا پـــــــــه ســــــــــر 
 
حسنه بــــس دې مـــــا پـــــسې راګــــوره مه 
پاتې شو له مانه وطـــن ستـــــــا پـــــه ســــر 
 
غمه ! ارماني يــــــــــم تـــــا ووړې شمــــــه 
خېر دې که درنيږي بوج زمـــــــــــا پـــــــه سر

د شاعر نور شعرونه ←