د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اسلام ارماني شعرونه

غزل

دا رنګونه چې زيړيږي کرښې کرښې هـر جبــــــين دې 
 دا لا څه رنګې سپرلې دې دا لا کوم قـــسم تسکين دې 
  
 مونږ پرې خپلې وينې توئې کړې قربانۍ مو ډيرې ورکړې 
 خو چمن ښيرازه نه شو دلته هر مـالـــــي ګــــل چين دې 
  
 کـــه لـــــه ډيـــــرو مجبـــورو نه په خلۀ هيڅ وئيلی نه شم 
 خو وريځ چې وي اسمان کې داسې نه وايم چې شين دې 
  
 زمانې ستا په نظر کې چــــې لمـــــن مــــــې پاکه نه شوه 
 بيا خو دا سوده دروغ دي چې څوک وائي قـــــــــام ائين دې 
  
 مونږ پــــــه خپـــــــلــو مټــو ټينګ يو د چا لافو پسې نه ځو 
 ستا په سر باندې خپــــــل سر ږدو دا زمونږه پوخ يقين دې 
  
 ارماني ياران خبر کړه چې مظلوم باندې ننـــــګ اوکـــــړي 
 دا بمونه چې پرې اوري يو ويت نــــــام بـــــــل فلسطين دې 
 

د شاعر نور شعرونه ←