د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

زما سر مه پرېکوه

زما سر مه پرېکوه
زه هم سپین سرې یوه مور لرمه
د دوعاګانو او ښېراوو ښه ډېر زور لرمه
بس نو په خدای چې مسلمان یمه زه
په دغه خاوره زیږیدلی یمه
قسم دی ومنه افغان یمه زه
ګوره حلال مې نه کړې
زه کلیمه وایمه
د محمد رسول الله پیغمبري منمه
د آخرت په ورځ ایمان لرمه
زه هم وړوکی خاندان لرمه
نو په ایمان چې مسلمان یمه زه
په دغه خاوره زیږېدلی یم افغان یمه زه
ګوره حلال مې نه کړې
زما په تا ددغه قتل پیرزو نه ده شوې
که داسې کار دې وکړ
نو بیا خو وګڼه چې دومره تباهي دې وکړه
زما د مور د زړه له تله به ښېرا ووزي
هغه ښېراوې چې آسمان لړزوي
چې قیامت په یوه آه کې په جهان راولي
چې په لحظه کې بیا محشر جوړ شي
چې مختورن د خدای په در کې بیا ولاړ وې راته
زما په تا باندې د خپلې اروا پور پاته وي
او ته بې وسه وې له تا به دغه زور پاته وي
او زه به هم د خدای په کار کې کار لرلی نشم
په ما خو ګران یې زه به تا هم هېرولی نه شم
نو د الله  په نامه روی د پیغمبر ومنه
ګوره حلال مې نه کړې
او دا چاړه دې ایسته وغورځوه

د شاعر نور شعرونه ←