پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
پرمختګ
بهرملکونو پرمختګ کړی دی
دومره چې زه او ته حیران شو ورته
په همدې حال لاس او ګرېوان شو ورته
او دوی زمونږه نندارې ته کینې
د یوه ژوندي فلم کیسه جوړوی
خو زه او ته ددې کیسې په راز خبر هم نه یو
چې طراحي یې له بهره کېږي
او مونږه دواړه یې د وینې د ټکر لوبغاړي
* * *
بهر ملکونو پرمختګ کړی دی
ګوره چې مچ یې نن له میاشې سره کراس کړلو
د دوی له وصله یې بل ډول مخلوق پیدا کړ
چې بېشرمي یې د تور مچ له حده تېره ښکاري
بې حیايي بیا له میاشې نه هم ډېره ښکاري
دغه مخلوق په سپینه ورځ د مچ خواص کاروي
چې څنګه شپه شي نو د میاشې خاصیت را واخلي
* * *
بهر ملکونو پرمختګ کړی دی
لا هم لګیا دي تجربې زموږ په وینه کوي
ګوره د میاشې او د مچ خواص یې
زمونږ په وینه ګډ کړل
د آزادۍ
ډیموکراسۍ
د خوسا شوې ګوړې
په دې سرېښناکه ډنډ یې
زه هم بربنډ
ته هم بربنډ
داسې ورخوشې کړلو
خدای خبر څنګه به راوځو ترېنه ؟؟؟؟