افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
څه مې چې ویلي دي کماله حساب نه غواړي
څوک دې په دې هکله حواله د کتاب نه غواړي
دلته چې بدلون راشي خنجر شي زمونږ زړونو ته
دغه ولس ستړی شو او نور انقلاب نه غواړي
دې وطن کې هر پردی د تورو ګټو غم کې دی
هېڅ پروا زما او ستا د تور او خراب نه غواړي
ما ته خو له هر طرفه خونه د کعبې ښکاري
زړه خو هرې خوا ته دی د خټو محراب نه غواړي
پوه شم په مطلب باندې او پوه شې په مطلب باندې
مینه کې د سترګو ژبه خولې نه خطاب نه غواړي
جار شم ستا کاږه کاته او جار دې شم خواږه کاته
دواړه لا ځوابه دي او دواړه ځواب نه غواړي
یار چې مخامخ وي دغه وخت نو حقیقت ګڼي
دغه وخت کمال د سرابونو شراب نه غواړي