د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

غزل

لا خو د هنر هغه مقام ته لاره ډېره ده
پښه مې په زینه ایښې او بام ته لاره ډېره ده

مخکې ډېره کمه وه یوه نیمه ګړۍ به وه
اوس په دې حالاتو کې باګرام ته لاره ډېره ده

مخامخ ساقی دی تلوسه مې بې له حده ده 
وایمه په زړه کې نن خو جام ته لاره ډېره ده

تور د سر دښمن دې که په پښو کې حقیر پروت وي هم
دا ګڼه چې لا هم انتقام ته لاره ډېره ده

ګیر یمه کماله خو احساس د آزادۍ کوم
خوب وینم چې ستا د مینې دام ته لاره ډېره ده

د شاعر نور شعرونه ←