د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

غزل

په اور کې لوبې کړي د اور په ژبـــه نــه پـــــــوهېـــــــږي
ماشوم جانان مې د پېغور په ژبــــه نــــــه پـــــوهېــــږي

هغه نا اهل خدایه واخلې ژر له دغـــــــــه غــــــــولــــــي
چې کور کې اوسي او د کــــــور پــــــه ژبـــه نه پوهېږي

ته که د ګل پر مخ پرتې پرخې تــــه بــــل څـــــه وایـــــې
ګل به حیران شي د انځور پـــــــه ژبـــــه نـــــه پـــوهېږي

د دې نړۍ د زرورو زور بــــــــه ټــــــــول شـــــــــي اوبــــه
افغان په سوله کې د زور پـــــه ژبـــــه نــــه پــــوهېـــږي

کمال چې ستا سترګو ته ګوري پکې ورک شي ګرانې
ستا د ککو د سپــــین او تــــور پـــه ژبـــــــه نه پوهېږي

د شاعر نور شعرونه ←