د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

دنغموبڅري

زه دې بولم په ماګران یې
خوزماژبه نغمه ګره
دملاپه قدم نه ځي
دثوابرڼوښیښوکې
دریاپه قدم نه ځی
*   *   *
لیونۍ ده زړه یې غواړي
چې ستانوم نغمه نغمه کړي
به سندروکې دې ښکل کړی
په ښکلاکې دې ټپه کړي
*   *   *
خدایزده ستاپه نیزڅه ښه دي
ټه دکومې ښکلامل یې
زمامشعل مشعل جانانه
ته رڼادهرمحل یې
*   *   *
دزاهد دزهدڅرک ته
درباب په شرنګ کې ته یې
دخوږمن زکیروي تابولې
دسلګیوغږترتاده
*   *   *
هره اوښکه ستاپه هیله
له خوږوسترګوبیلیږي
ستاپه نوم بوري تړلي
هرچاخپل خپل اومیدونه
*   *   *
یه زمادزړه څښتنه
زماجانانه په ماګرانه
زمادزړه غږهم ترتادی
زمااوښکه هم له سترګو
ستادمینې په نوم توشوه
*   *   *
خوزماژبه چې فطرت یې
دنغموبڅري روی
ګوره ګونګه راته نه کړې
چې بیاستاله یاده لویږي
درنګینوکائناتو
دښکلاله یاده لویږي

۱۳۸۵/۷/۲۳ساجر

د شاعر نور شعرونه ←