د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

بې ځل نظر

يـــــونظر مـــې قتل کړې ژوندی مې کړې په بل نظر
چادرته ښــــــــودلـــــــــــی دامسیح اودا اجـــــــل نظر

ته چې له حیاپه اننګوکې لمــــــــــــــبې وکــــــــــــرې
زه په خپله وسوځم په سرولمبــــــــوکې خپــــــل نظر

 خدایږوترهغې مې دنظرتنـــــــــــده مـــــــاتیــــږی نه
څوپوري چې غلی نه کړم ستاسترګوکې ښکـل نظر

 څه که پسرلي دې مخته ویړې کشمــــالــي نـه کړې
مادې هرقدم ته غوړولـــــــــــی پـــــل په پـــــــــل نظر

وښیه لږماته هم دمینې چـــــــــل میــــــــــــن پــــــــیره
څنګه یې دزړه په غیږکې ځای کــــــړم دابې ځل نظر

ؤسم غضري دنظربازونـــــــــــجــــــــــونــــوکلـــي کې
 بیامې هم په زړه اوري ستاغلې سترګې اوغـل نظر
 ۱۳۸۵/۸/۱۴

د شاعر نور شعرونه ←