افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
جنون
جنونه خپــــــــــــله وم دې خپــــــــلوې مې اوکنه
یوشوردروړم رګوته قبـــــــــــلوې مـــــــې اوکنه
ساحله دپناپه طمعه نـــــــــــه یمـــــــــــه راغــلی
درغورزم دې څپوته غرقـــــــــوې مــــــې اوکنه
زاهدغوني مې زړه په توبو نه دی نــــــــــازولی
انګاره ښکلوم دې ښکــــــــلوې مــــــــــې اوګنـه
سکونـــه دژوندون له ستړیوسترګودرڅڅیـږم
یوه مـــــړه بې تیغمې اوښکه جزبوې مې اوکنه
قسمته دزړه ټپ کې توان دڅړیکو پاتي نه دی
نیـزدې دی چې ناسورشي رغـــــــوې مې اوکنه
یوڅولحـــظې دې غیږته له فراقه راګوښه شوم
دیاردویصــــــــال خیــــــالـه ځنګوې مې اوکـنه
نن بیادې دمزارخازوته نــــاست غضري ستړی
معصوم پیره راپـــــــــاسه دموې مــــــــې اوکنه
۱۳۸۵/۸/۱۶ساجر