افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
جنګ
نه دبڼوپه غیسومړشو
نه مسکاته رام شو
نه یې کافرزړه دبنګړوشرنګاته
په نڅیدوشوچرې
ان چې زموږدکلي مشرې پیغلې
ورته پیزوان ومانه
ورته ویل یې خیردی
یم تررنجودرتیره
په خپل ګودرمې قسم
خپړې نه سرې کوم
خوته بس سوله پریږده
چې په کې ساواخلولیږ
خوجنګه داهرڅه ردکړو
ورته ویل یې شکلې
زه یم دمرګ سوداګر
په توروسترګوسروخپړوباندي
زماسترګې نه ډګیږی
تنکۍښکلا غضري