افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اجل
لکه غزل راباندي ګران غـــــــونــدي دی
ښکلی وربل راباندي ګران غوندي دی
بې له جانانه مې نورهرڅه تــــــــرخــــــــه
بیاهم ازل راباندي ګران غــــونــدي دی
زماپه لیمویې ږده راځې چــــې مــــاته
یاره ستاپل راباندي ګران غوندي دی
قاتیل مې دی خوراته یارخـــوښ کړی
ځکه اجل راباندي ګران غـــوندي دی
زماغضري عمرپه ریاض کـــې تیرشو
لاهم کابل راباندي ګران غونــدي دی