د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي لعل الدین اریوبي شعرونه

ليونۍ

چې مې په خوب کې ځوروې ليــــــــونــــــۍ

 ولې په ويښه نـــــــه راځـــــــــــې ليـــــــــــونـۍ


 
زلفې دې پورته کړه دښکــــــــلې مخـــــــــــــه

 څــــوک بــــــه پــــــــه دار وځــــــــــړوې ليونۍ


 
ستانرۍ سرې شونډې او سپينه خولګۍ

چې په خندا شې زړونه وړې ليــــــونــــــــــۍ


 
پر تــــــــا دحسن ذکـــــاتـــــونـــــــــــــــــــه اوړي

 يوه خولګۍ به راکوې ليـــــــــــــونــــــــــــــــۍ


 
په غټو سترګو دومـــــــــــره غـــــــــټ غمونه

 دا ماته ولې راکوې ليــــــــــــــونــــــــــــــــــــــــۍ


 
غم دې ايــــــــرې کـــــــــــــړم غم دې ولی کړمه

اوس به مې څۀ عـــــــــــــــــــــــلاج کوې ليونۍ


 
ما ( لعل الدين ) هم ليـــــــــونــــــــــــــــــی وګڼه

چې داسې سترګې توروې ليـــــــــــــــونــــــــــۍ

د شاعر نور شعرونه ←