افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ډالۍ
شايد چي جانانه ليـــــــــونــــــــی شمه
تاپسي به ګرانه ليــــــــونـــــــــی شمـــه
کله چي ستا ښکلي ســـترګي نه وينم
ډيــــــروم پــــــــــرشانــــــــه ليونی شمه
ياره د ماشوم غوندي مي غيږ ته کړه
هسي نه ژړانه لــــــــيونـــــــی شـــــــــمه
لاړم د خندا څپــــــــــــــــو دي واخستم
اوس به په اسانه لــــــــــــــــــيونی شمه
ای د ښايستونو او جمـــــــــــــــال ډکي
زه به بې له تا نه لــــــــيونـــــــــــــی شمه