د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي افضل تګور شعرونه

غزل

زه چى درشم جانانه ځان ويده کړى

څه ګناه شوى له مانه ځان ويده کړى

 

خپله ووايى چى راشه خو چى درشم

تندى تريو کړى او ناجاڼه ځان ويده کړى

 

زه چى ستا په رضا هره رضاوکړم

ته بيا هم شى بدګومانه ځان ويده کړى

 

زما سترګى ستا له غمه نه پټيږى

ته بيا دومره په اسانه ځان ويده کړى

 

ښه مى وينى ښه مى ګورى خو چى ولى

مخ دى واړوى ناځوانه ځان ويده کړى

 

زه ټکور ټکور غزلى درته وايم

لا خپه شى پريشانه ځان ويده کړى

 

زه غوږ غوږ شمه چى اوس به راته وايى

ته ټکوره غزل خوا نه ځان ويده کړى

د شاعر نور شعرونه ←