د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي افضل تګور شعرونه

غزل

په ستایلو په غندلو باندی نه شی

نور دوینو تویدلو باندی نه شی

 

دجنت هوس په ژوند لیونی کړی

لیونی په لاس نیولو باندی نه شی

 

یو سهی فکر په کار دی چی څه وکړو

اوتی بوتی او لیکلو باندی نه شی

 

هره ورځ زموږ اوږی اوجنازی دی

هره ورځی په ژړلو باندی نه شی

 

یوه ورځی وعده وکړه او بیا راشه

دوعدو په ماتولو باندی نه شی

 

تانه هم پخوا پري ډيرووسي کړي

پښتانه دي په وژلو باندي نه شي

 

چی ستا سترګو په هزار ټوټو تقسیم کړ

هغه زړه ټکورولو باندی نه شی

د شاعر نور شعرونه ←