افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دومره مرمی دومره بمونه دا له کومه کیږی
دومره ځانمرګی واسکټونه دا له کومه کیږی
دا مورلری بچی لری او که لری یی نوبیا
چی ورانوی پردی کورونه دا له کومه کیږی
نه دماشوم په مرګ خفه دی نه دځوان او زاړه
داسی له کاڼو نه سخت زړونه دا له کومه کیږي
باداره تا خو راته ویلی چی جنت ته به ځی
داسی اسانه جنتونه دا له کومه کیږی
دا که روا که ناروا وی نو یو حد خو لری
چی نه ختمیږی دا جنګونه دا له کومه کیږی
بیګا یوی پیغلی له بلی نه پوښتنه وکړه؟
دغه ټکورټکورشعرونه دا له کومه کیږی