افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
هم زه خرابه یم هم ته خرابه
دزنده ګی می شول هر څه خرابه
نورو ته ولی ملامته وایو
موږ، يو له کوره له کاله خرابه
زما وطن ته چا ښیری کړی دی
چی هم یی ورځ ده اهم يي شپه خرابه
هغی ته ووایه چی رادی شی نور
دیدن ته تږی یو پراته خرابه
اختربه راشی خو زموږه پری څه
لاس مو په وینو دی لاسره خرابه
عمر می تیر شو خو ټکور نه شولو
زخم دزړه می شو لا ښه خرابه