افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
داشنا غم
غم دی اشنا راځنی کـــــــــم نــــــــــــــه شی
ورک دی دښايسته ستر ګو ديدن نه شی
واوره ليونتوب کی مينـــــــه ډيـــــــره ده
دا ليونی فکر می دی سم نــــــــــه شــــی
اوښکی چی راځی نو سلګی مه وهــــــه
ګوره چی زخمی زړه می ملهم نه شـــــی
شمعی ته بليږه زه سوزيـــــــــږمـــــــــــــه
پريږده چی خبر می پری صنم نـــه شـی
ووايه ريباره دومـــــــــــــــره ووايـــــــــه
کور دارزوګانو می برهم نــــــــــه شـی
عشقه دا بيلتون دی هسی نه مــــــــنم
زړه چی پری زما قلم قلم نــــــه شـــــی
مه ستايه ټکوره حسن مه ستـــــايـــه
جوړ راته دغم له پاسه غم نـــــــه شی