د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالله پیکار شعرونه

غزل

چې نظر  واخلـي پـــــه رنګونو کې سا پا تې نه ده

دبــــت تــــراشــــو پـــه لاسونو کې سا پاتې نه ده

 

دبد رنګۍ بـــې هنــــرۍ تـــیــــاره په زړونو خوره

بــــس درڼـــا پــــه هــــنرونــــو کــې سا پا تې نه ده

 

دښایست تاندې  څانګې تاندې غوټی جل وهلي

نــــــوره دژونــــد پـــه بــهارونو کې ساپاتې نه ده

 

چـــــې دا ویــــده ویــنـــه  ویـده روحونه وتخنوي

داحساساتو په مو جونــــو کــــې ســا پاتې نه ده

 

داچې لاسونه مو لنډیږي له نــــیمـــګړو چــــارو

زمونږ په ستړو ستړو زړونو کې سا پاتې نـــه ده

د شاعر نور شعرونه ←