افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زه او ته
ګرا نې اوس خوزه انجام يم ته اغاز يې
زه څــــــــــرګند يمه ښکاره يمه ته راز يې
زه دمــــــــــــرګ خوا ته روان يمه ورکيږم
تـــه دنـــــــــــــوي ژوندانه نوی انداز يې
زه پوهيږم چې زه څوک وم اوته څوک وې
ګرانې مونږه ديوه چمن ګـــــــــــــــــــــلان وو
مونږه دواړه ديوې نغمې ســــــــــرونـــــــــــه
مونږه دواړه دښکلا ترجـــــــــما نــــــــان وو
مونږ دحسن په حسينه جـــــــــزيـــــــره کې
اوسيدلو ته تصوير وې زه هنـــــــــــــداره
دخپل ذات په لټون دواړه ګر ځـــــــــېدلو
زه مزل ومه اوته وې زمــــــــــــــــــــــــــــا لاره
دژوند نښې نښانې مو را پيداکـــــــــــړې
تېرې هېرې زما نې مو را پيداکــــــــــــړې
دښکلا او محبت ورک داستــــــــانـــــونه
ډيرې ورکې يارانې مو را پيدا کـــــــــــړې
چې دخپل تخليق جواز مورا پــــــــــيداکړ
فلسفه دمحبت مورا پـــــــــيداکــــــــــــــــــړه
چې خالق مو په ځانونو کې محـــسوس کړ
سلسله دحقيقت مــو راپـــــــــــــــــــــيداکړه
مونږه دواړه مېـــــــــــــنان ديـــــــــــوه بل شو
مونږه دواړه غلامان ديوه بــــــــــــــــــــــل شو
دا په داچې ته ډيوه شوې زه پتنګ شوم
مونږه دواړه فدا يــــــــــــــــــان ديوه بل شو
زه ايره شومه دشپــــــــې په بڼه خور شوم
ته رڼا شوې ته دلمر پــه څېر خورۀ شوې
زه دغره په بڼه ودرېـــــــــــــــــدم پر ځمکه
ته دعشق دسمندر په څېر خــورۀ شوې
دخزان په طلايي غـــــــوندې موسم کې
بلبلان چې زمزمـــــــــــــــــــه دفراق وايي
دغه سر او سوز زما او ستــــــا ارواده
چې رباب کله نغمه دفـــــــــــراق وايــي
له هغې ورځې چې مونږ سره جدا شو
سره ورک شو سره بېل سره پنا شو
لکه تخم سره بېرته را زر غون شو
دښا ېست په کا ئنات کې را پيدا شو
زه په رنګ کې را پيدا شوم ته په نور کې
دواړه ودرېدو دحـــــــــسن په حضور کې
زه دمېو په پياله کـــــــــې مد هوشي شوم
ته موسکۍ شو ې په نشه کې په سرور کې
زه دګل له خو شبو يې سره پريشان شوم
ته شبنم شوې په ګــــلابو کې ويدۀشوې
زه دسوز او سرور سوځنده څپه شوم
ته مستي شوې په شرا بو کې ويدۀشوې
نن چې مونږ ه بس يــــــــو بل سره پيدا کړل
په دې منځ کې زما نـــــــــــــــــــــه ده ډيره تېر ه
زمونږ مينه يو هېر شوې غو ندې خوب دی
تر پيړيو اوږده شپه ده ډيــــــــــــره تـــــــــېر ه
زه ستا مخې ته حيـــــــــران غوندې ولاړ يم
ته زما مخې ته ودرېـــــــــــــــــــــــــدې حيرا نه
ته لا اوس نوې دژوند خواته را درو مــــــــــې
زه دمرګ خواته روان يمـــــــــــــــــــــــــه جا نانه
که ته غواړې چې مونږ دواړه سره يو ځای
تل ترتله دلته پاتــــــــــــــــــې شو ژوندي شو
نو راځه ته مې نغمه زه بـــــــــــه دې سوز شم
مونږ به دواړه په جهان کې افــــــــــــــا قي شو
2005-03-28
01:47 pm
خير خانه مېنه
کا بل